د افغان اتباعو په اړه د پناه غوښتنی په قضیو کی د بدل شوی طرزالعمل په اړه د کډوالو شورا ته غوښتنی

د ۲۰۲۳ کال د جنوری په ۳۰ نیته په یوه فوق العاده غونډه کي، د کډوالو د شورا د همغژی کمیټی پریکړه وکړه چی د افغانستان څخه د میرمنو او نجونو په اړه په قضیو کی طرزالعمل بدل کړي ، تر څو اړوند کسانو ته په عمومی ټوګه ددوی د جنسیت پر بنست پناه ورکرل شی.

په دی موقع د کډوالو چارو شورا له ډنمارک څخه بهر د میشتو افغانانو په ګډون د افغان اتباعو څخه په پراخه کچه پوښتنی تر لاسه کوی.

د امنیتی دلایلو په ګډون د مختلفو دلایلو له امله، دا ممکن د کډوالو د چارو شورا لپاره ستونزمن یا غیر عملی وي چی په افغانستان کي د پاتی کسانو پوښتنو ته ځواب ووایی. له همدی امله ښایی دا تجربه وکړی چی د کډوالو د چارو شورا لخوا ددوی پوښتنو ته ځواب نه دی تر لاسه شوی. د مثال په توګه، دا به اکثر ممکن نه وی چی د جی میل یا نورو ورته رسنیو له لاری لیژل شوي پوښتنو ته ځواب ووایی، پرته له دی چی د تر لاسه کوونکی د افشا کیدو خطر د افغان اوسنی واکدار چارواکو یا نورو سره تړاو ولری.

د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه په طرز العمل بدلون یوازی هغه کسانو لپاره مربوط دی چی په دنمارک کی اوسیژی، ځکه چی دا ممکنه نه ده چی له بهر څخه په ډنمارک کي د پناه غوښتنه وکړی، لکه څنګه چی په اصل کي دا ممکنه نه ده چی ستاسو د پناه غوښتنی دوسیه د ډنمارک څخه د وتلو وروسته بیا پرانستل شی.

Senest opdateret: 03-02-2023
Udgiver: Flygtningenævnet

Til toppen